۲۰۱۱: د خلیجي هېوادونو صادرات ۹۲۸ میلیارد ډالر وو

د خپريدو وخت: 09:56 گرینویچ - 20 جنوري 2013 - 01 سلواغه 1391

د خلیجي هېوادونو د صنعت د سلامشورو ټولنې "جویک" نوې شمېرې ښيي، چې په ۲۰۱۱ کال کې د نړۍ هېوادونو د خلیجي هېوادونو د صادراتو کچه ۹۲۸ میلیارد ډالرو ته رسېدلې وه.

دغه ټولنه وايي، چې د صادراتو دغه شمېره په ۲۰۱۰ کال کې ۶۶۳ میلیارد ډالر وه.

خلیجي هېوادونو د نړیوالې سوداګرۍ په راکړه ورکړه کې ستراتیژیک موقعیت لري.

شرق الاوسط ورځپاڼې پخپل یوه راپور کې ویلي، په نړیوالو بازارونو کې له تېلو پرته د خلیجي هېوادونو نورو صادراتو ته مخه شوې ده، چې یوازې له تېلو پرته د خلیجي صادراتو کچه ۲۴۶ میلیارد ډالرو ته رسېدلې وه.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .