"بي جي پي او ملت پاله هندو ډله ترهګري غوړوي"

د خپريدو وخت: 21:44 گرینویچ - 20 جنوري 2013 - 01 سلواغه 1391

د هند د کورنيو چارو وزير د دغه هېواد اصلي مخالف ګوند بي جي پي او د هندوانو ملت پاله ډله په هند کې د ترهګرۍ په غوړولو تورنوي.

په جيپور کې د کانګرس ګوند يوې غونډې ته د وینا پر مهال ده وويل، بي جي پي او ملت پاله هندو ډله په دغه هېواد کې د ده په ټکو د ترهګرۍ کمپونه تنظيموي.

دواړو ډلو دغه ادعاوې په کلکه رد کړي دي.

د بي جي پي يوه وياند دغه څرګندونې بې بنسټه او پاروونکې بللې دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .