شمالي کوریا یو ډلې ته د موبایل کارولو اجازه ورکړې

د خپريدو وخت: 21:47 گرینویچ - 20 جنوري 2013 - 01 سلواغه 1391

چين کې مېشته د ګرځندوی يوه ډله وايي دوی ته اجازه ورکړل شوې چې شمالي کوريا ته له ځانه سره ټيلفونونه يوسي، په داسې حال کې چې د دغه هېواد اوسېدونکي له بهرنۍ نړۍ سره د اړيکو لپاره د ټيلفون او انټرنېټ اسانتياو ته لاسرسی نه لري.

تر اوسه به د شمالي کوريا په پولو کې له بهرنيانو ټيلفونونه اخيستل کېږي او بيا به هغه وخت بېرته ورکول کېدل چې دوی به له دغه هېواده وتل.

دغه بدلون له هغه لږ وروسته راغلی چې د ګوګل مشر په يوه لنډ خصوصي سفر شمالي کوريا ته ولاړ.

خو بهرني ټيلفونونه په شمالي کوريا کې کار نه کوي او يوازې کېدای شي د زنګ وهلو، تصوير اخيستو او ساتېرۍ لپاره وکارول شي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .