څارګرې الوتکې یمن کې د القاعدې اته غړي وژلي

د خپريدو وخت: 09:59 گرینویچ - 20 جنوري 2013 - 01 سلواغه 1391

له يمن نه راپورونه وايي پر مشکوکو القاعده اورپکو په تازه بريدونو کې د امريکا بې پيلوټه الوتکو اته کسه وژلي دي.

له الوتکو توغول شويو توغنديو د يمن په مرکز کې د ماريب په ولايت کې دوه موټر په نښه کړي دي.

د وژل شويو يو يې د ځايي ملېشو د مشر په توګه پېژندل شوی دی.

په تېرو څو مياشتو کې په يمن کې چې ويل کېږي القاعده په کې فعال دي د امريکا د ډرون برېدونه ډېر شوي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .