د واورې اورښت اوسړې هوا اروپا کې ژوند ګډوډ کړی

د خپريدو وخت: 21:34 گرینویچ - دوشنبه 21 جنوري 2013 - 02 سلواغه 1391

درنه واوره او سخته سړه هوا په اروپا کې د عادي ژوند ګډوډۍ لامل شوې ده.

اروپا کې الوتنې او د رېل ګاډي سفرونه لغوه شوي، د ترافيکو تګ راتګ ځنډېدلی او ښوونځي تړل شوي دي.

په جرمني کې د فرانکفورت، په لندن کې د هېترو او په پاريس کې د چارلز ډي ګول هوايي ډګرونو خپل سلګونه الوتنې لغوه کړي دي.

د پاريس اوسېدونکي هڅه کوي چې په موټرو کې خپل ځانونه دفترونو ته ورسوي.

په مسکو کې واورې ځمکنیټرانسپورټ ټکنی کړی، خو هوايي ډګرونه په عادي ډول فعاليت کوي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .