امیناس کې د وژل شویو شمېر ۴۸ ته ورسېد

د خپريدو وخت: 08:03 گرینویچ - دوشنبه 21 جنوري 2013 - 02 سلواغه 1391

له الجزاير نه راپورونه وايي د غازو په تاسيساتو کې لږ تر لږه نور ۲۰ جسدونه موندل شوي چې زيات يې په ډېر بد حالت کې دي او ښايي په سملاسي ډول ونه پېژندل شي.

په دې سره په دغه پېښه کې د وژل شويو کسانو شمېر نژدې اتياوو ته ورسېد.

دا لا نه ده روښانه چې د وژل شويو څومره يې اسلامپاله ملېشې او څومره نور يې برمته شوي کسان دي.

د رويترز خبري اژآنس وايي ۴۸ برمته شوي په دغه پېښه کې وژل شوي دي.

تر دې وړاندې الجزايري ځواکونو ويلي وو چې پنځه اورپکي يې ژوندي نيولي دي.

الجزایري چارواکو مخکې ویلي وو، چې په یاده سیمه کې ۲۳ تښتول شوي کسان او ۳۲ تښتوونکي وژل شوي دي.

ځینې تښتول شوي تري تم شوي وو.

د الجزایر استخباراتي سازمان ویلي وو، چې د تښتونو په تور یې کسان نیولي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .