روهینګا مسلمانان په انساني قاچاقبرانو خرڅ شوي

د خپريدو وخت: 08:05 گرینویچ - دوشنبه 21 جنوري 2013 - 02 سلواغه 1391

د بي بي سي يوې پلټنې جوته کړې چې تايلنډي چارواکو او پوليسو د برما د روهېنګا مسلمانانو کډوال په انساني قاچابرانو خرڅول.

پر دغو کډوالو بار کښتۍ د تايلندي سمندري ځواکونو له لوري نيول شوي دي.

په يوه پېښه کې يوې سرچينې چې د فساد له معاملې سره نژدې کس دی بي بي سي ته ويلي چې ۷۳ کسه کډوال نيول شوي او په لاريو کې قاچاقبرانو ته سپارل شوي دي.

يوه قرباني بي بي سي ته ويلي چې پوليسو دوی په قاچاقبرانو پلورلي، هغوی بيا دوی تر هغه ساتلي چې د خوشې کېدو په بدل کې يې پيسې ورکړي دي.

د تايلند حکومت په دې تړاو د پلټنو ژمنه ورکړې ده.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .