هند: د جنسي تېري د تورنو محاکمه بیا پېلېږي

د خپريدو وخت: 11:27 گرینویچ - دوشنبه 21 جنوري 2013 - 02 سلواغه 1391

په داسې حال کې چې لږ وروسته په ډيلي کې د تورنو کسانو قانوني پړاو پېلېږي، د هندۍ محصلې مور چې لور يې تېره مياشت په يوه بس کې له ډله ييز جنسي تېري وروسته مړه شوه هغه سياستوال غندلي چې استدلال کوي، لور يې پخپله دا حالت په ځان راوستی.

له بي بي سي سره په يوه مرکه کې دغې مور ويلي هغه کسان چې پر هندي ښځو د لوېديځ د جامو او د ژوند تېرولو د طريقې په تړاو نيوکې کوي، په يوه ډول جنسي تېری تاييدوي.

دغې پېښې په هند او نړۍ کې غوسه راوپاروله. شپږ کسه په دغه جرم ګرم پېژندل شوي چې پنځه به يې نن په يوه ځانګړې محکمه کې راڅرګند شي او شپږم به يې د ځوانانو په يوه محکمه کې محاکمه شي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .