اوباما: جګړه ختمه ده، اقتصادي بیارغونه کوو

د خپريدو وخت: 04:19 گرینویچ - سه شنبه 22 جنوري 2013 - 03 سلواغه 1391

ولسمشر اوباما په واشنګټن کې سلګونو زرو کسانو ته وویل چې لس کلنه جګړه پای ته رسیږي او اقتصادي بیاروغونه پیل شوې ده.

په واکمنۍ کې د پاته کېدو د دویمې دورې د پیل په ورځ ښاغلي اوباما له امریکایانو وِغوښتل چې له اوسنۍ موکې نه ګته واخلي.

هغه زیاته کړه چې د امریکا امکانات محدود نه دي، خو ویې ویل امریکا د خپلې بودیجې د کسر په کمولو له سخت غوراوي سره مخامخ شوې ده.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .