محمود کرزي خپل امریکايي تابعیت لرې کړ

د خپريدو وخت: 19:20 گرینویچ - پنجشنبه 24 جنوري 2013 - 05 سلواغه 1391

د ولسمشر حامد کرزي ورور محمود کرزي خپل امریکايي تابعیت لرې کړی دی.

محمود کرزي بي بي سي ته وویل، چې له امریکايي تابعیت نه ځکه لاس په سرشوی، چې غواړي د افغانستان په راتلونکې سیاست کې ورګډ شي.

که څه هم نوموړي په ډاګه ونه ویل چې راتلونکې ولسمشرۍ ټاکنو ته کاندید دی، خو دا یې ویل، چې غواړي د افغانستان په راتلونکي سیاست په پراخه کچه ونډه واخلي.

د ولسمشر کرزي دغه ورور او ملي سوداګر وايي، له ولسمشر کرزي سره راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته د کاندید په اړه بحث کوي خو وايي، تر اوسه یې کومه پرېکړه نه ده کړې.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .