"کونړ کې یوه ښځه له وژل کېدو وروسته سوځول شوې"

د خپريدو وخت: 18:12 گرینویچ - چارشنبه 23 جنوري 2013 - 04 سلواغه 1391

چارواکي وايي په کونړ کې يوه ښځه تر وژل کېدو وروسته سوځول شوې ده.

دغه پيښه د کونړ په مانوګي ولسوالۍ کې شوې. چارواکي وايي د وژل شوې د ميړه په ګډون د هغه د کورنۍ اووه کسه پوليسو نيولي دي.

تر اوسه دوژلو دليل نه دى روښانه.

د څلورو اولادونو دغه مور تپره شپه د ماڼوګي ولسوالۍ په درې ښار کې د چارواکو د وينا تر مخه لومړى په چړو وهل شوې او وروسته ېې په مړې تيل اچول شوي او سوځول شوي.

پوليس وايي ښاي مړى د دې لپاره سوځول شوى وي چې وښئ ښځې ځان پخپله سوځولى .

که دا ثابته شي چې دغه شاوخوا څلرويشت کلنه ښځه د خپل ميړه او دهغه د کورنۍ لخوا وژل شوي او وروسته سوځول شوي ،نو دا به کونړ کې له لومړنيو پيښو وي چې د مړي جسد سوځول کېږي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .