د ممبۍ بریدونو تورن امریکایی بندي شو

د خپريدو وخت: 04:34 گرینویچ - جمعه 25 جنوري 2013 - 06 سلواغه 1391

هغه امریکایی په پنځه دېرش کلن بند محکوم شوی، چې پر ممبۍ یې د ۲۰۰۸ کال د بریدونو پرمهال له بریدګرو سره مرسته کړې وه.

ډېوېډ کولیمن هیډلي د شیکاګو په یوه محکمه کې ومنله، چې د یوولسو پاکستاني اورپکو له لوري ورسپارل شوې دنده یې مخته وړې ده.

پاکستاني اورپکو په ۲۰۰۸ کال پر ممبۍ خونړي بریدونه وکړل، چې لږترلږه یوسل او شپېته کسان په کې ووژل شول.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .