چین وايي جنجالي ټاپوګانو پر سر خبرو ته اړتیا ده

د خپريدو وخت: 21:30 گرینویچ - جمعه 25 جنوري 2013 - 06 سلواغه 1391

د چين مشر شي جېنپېنګ وايي د ختيځ چين په سمندرګي کې د جنجالي ټاپوګانو د ملکيت پر سر د چين او جاپان ترمنځ د لوړې کچې خبرو اړتيا ده.

د جاپان د لومړي وزير له يوه استازي سره له ناستې وروسته ښاغلي شي له جاپان نه په ټينګه وغوښتل چې له چين سره د دغې موضوع په اړه سخت کار وکړي.

له هغه وروسته چې تېر کال د چين او جاپان اړيکې ترينګلي شوې دا جېنپېنګ ته د يوه خورا لوړپوړي جاپاني سياستوال لومړی سفر دی.

ده د چين مشر ته د جاپان د لومړي وزير يو ليک هم وسپاره، خو متن يې ښکاره نه شو.

وروسته له دې ناتسوو ياماګوچي خبريالانو ته له چينايي چارواکو سره د خپلو بحثونو په اړه معلومات ورکړل.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .