امریکا د سي ای اې یو پخوانی مامور بندي کړ

د خپريدو وخت: 07:32 گرینویچ - شنبه‬ 26 جنوري 2013 - 07 سلواغه 1391

دا په تېرو ۲۷ کلونو کې د خپل ډول لومړنۍ فیصله ده.

پر جان کیریاکو د لګول شویو تورونو ارزوونکې محکمې د تېرې جمعې په ورځ (جنوري ۲۵) اعلان وکړ، چې د محرمانه اسنادو د افشا او راز افشا کولو په تور د سي ای اې یو مامور مجرم وپېژندل شو.

خو ۴۸ کلن جان کیریاکو او ملاتړي یې وايي چې کیریاکو هغه اسناد او معلومات افشا کړي، چې په اصل کې د امریکايي پوځيانو او استخباراتي مستنطقینو له لوري د بندیانو د شکنجې مالومات په کې لیکل شوي دي.

پر همدې مهال، ښاغلی کیریاکو مني، چې یوې ورځپاڼې ته د سي ای اې د یوه مامور د نامه اخیستل د قانون خلاف کار دی.

دا قضیه هغه مهال راپورته شوه، چې په ۲۰۰۸ کال کې سي ای اې د ګوانتانامو د یوه بندي د وکیل له خوا د سي ای اې د یوه مامور نوم اخیستل کېږي.

وکیل ویلي، چې دغه پوځي استخباراتي مامور یې موکل ربړولی دی.

تر پلټنو وروسته، د نامه د افشا کولو تور پر جان کیریاکو ولګول شو، ځکه چې د هغه مخکنی ملګری و او یوې رسنۍ ته یې د هغه نوم ورکړی و.

د ښاغلي کیریاکو له لوري د خپل ملګري نوم په رسنۍ کې خپور نه شو.

د ښاغلي کیریاکو ملاتړي او ملګري وايي، چې ښاغلي کیریاکو د شکنجې د مخنیوي پرضد یو عملی کړی دی، چې دا د هغه له زړورتیا یو ډک کار بولي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .