د چک لومړي وزیر ټاکنې وګټلې

د خپريدو وخت: 06:57 گرینویچ - 27 جنوري 2013 - 08 سلواغه 1391

د چک جمهوریت پخوانی سوسیالست صدراعظم مولیس زیمان د جمهوري ریاست انتخابات وګټل.

هغه د ۵۵ سلنې رایو په خپلولو سره خپل سیال او د بهرنیو چارو وزیر کارل شیورد زنګبرد چې په سلو کې ۴۴ رایې یې ګټلx دي، مات کړ.

ښاغلي زیمان ویلي د ولسمشر په توګه به د خلکو غږ پورته کړي.

دواړه کاندیدان د اروپايي اتحادیې د لا پیاوړي کېدو ملاتړ کوي.

سره له دې چې هوا سړه وه ګڼو خلکو د رایو ورکولو په بهیر کې ګډون وکړ.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .