د برازیل جنوب کې اور ۷۰ کسان وژلي

د خپريدو وخت: 11:22 گرینویچ - 27 جنوري 2013 - 08 سلواغه 1391

برازیلي رسنیو ویلي ،چې د دغه هېواد جنوبي ښار سانتا ماریا په یوه نایټ کلب کې د اورلګېدو له کبله لږترلږه ۷۰ کسان وژل شوي دي.

د برازیل سوېل کې د نایټ کلپ په اورلګېدو کې لږترلږه اویا کسان وژل شوي دي.

اور په جنوبي ښار سانتا ماریا کې لګېدلی دی.

سیمه ییزو رسنیو ویلي، چې اور هغه مهال پیل شو، چې اور لوبه پیل شوه.

چارواکو ویلي، چې د اور لمبې او لوګي تر ودانۍ بهر راووتل.

ګڼ کسان د لوګي له کبله مړه شوي دي.

د برازیل ګلوبو تلوېزیون ویلي، مړي د اور لګېدو له سیمې مړي ایستل شوي دي.

د اور وژنې مامورین په لانورو قربانیانو پسې ګرځي.

د دغې ادارې مشر ګایدو دي میلو سیمه ییزو رسنیو ته ویلي، چې مامورین یې د نورو قربانیانو په لټه کې دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .