د مالي په اړه افریقايي مشران جرګه شوي

د خپريدو وخت: 11:47 گرینویچ - 27 جنوري 2013 - 08 سلواغه 1391

یوه ورځ وروسته له هغه چې د مالي او فرانسې ځواکونو د مالي په شمال کې د ګاوو ښار له اسلامي توندلارو ونیو، د افریقایي هېوادونو مشران د ایتوپیا په پلازمېنه ادیسه بابا کې سره جرګه دي. ټاکل شوې په دې سرمشریزه کې د مالي پر کړکېچ خبري وشي. تمه ده ډېر افریقایې هېوادونه مالي ته خپلو نورو سرتېرو د استولو ژمنه وکړي. د فرانسې لومړي وزیر ویلي د دوی ځواکونه اوس په مالي د یوه بل کلیدي ښار تمبکتو چې تېر اپریل اسلامي توندلارو نیولی و، په لوري روان دي. د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کې مون په سرمشریزه کې د مالي پر چارواکو غږ کړی چې هلته نظم بېرته راولي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .