ارجنټاین او ایران د یهودي وژنو پلټونکي ټاکي

د خپريدو وخت: 07:14 گرینویچ - دوشنبه 28 جنوري 2013 - 09 سلواغه 1391

ارجنټاين او ايران وايي دوی به په ۱۹۹۴ کال کې د بونس ايرېس په مرکز کې په يوه يهودي ټولنه کې د بمي چاودنو په تړاو د پلټنو لپاره يوه ګډ کمېسيون جوړ کړي.

دغه کمېسيون به له پنځو خپلواکو قاضيانو جوړ وي چې نه به د ايران او نه هم د ارجنټاين څوک په کې وي.

ارجنټايني محکمې د دغو بمي بريدونو پړه چې له امله يې ۸۵ کسه ووژل شول، پر ايران اچولې، خو ايران په دې پېښه کې خپله ښکېتيا په بشپړ ډول ردوي.

د ارجنټاين ولسمشرې کرسټينا فرنانډېز دا موافقه تاريخي وبلله.

خو دا موافقه بايد چې د دواړو هېوادو پارلمانونه تصويب کړي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .