د استرالیا پر کوینز لنډ د بړبوکۍ څپې

د خپريدو وخت: 07:16 گرینویچ - دوشنبه 28 جنوري 2013 - 09 سلواغه 1391

د اسټراليا کوينز لنډ ايالت لا هم سېلاوونه او توپاني بړبوکۍ ځپي.

د دغه ايالت شمال د پلازمېنې برېسبن سلګونه کورونه سېلاو ځپلي او دغلته د سېلاو کچه بې سارې ارزول شوې ده.

څرخي الوتکې هغه کسان ژغوري چې پر بامونو ولاړ دي او تر اوسه لږ تر لږه درې کسه د سېلاو له امله مړه شوي دي.

دوه کاله وړاندې کوينز د داسې سېلاوونو شاهد وو چې په تېر کې يې ساری نه وو ليدل شوی، هغه مهال يې هم زیات شمېر همدا ښارونه او ټولنې اغېزمنې کړې وې.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .