امرالله صالح: طالبان ډراماتیک بریدونه کولی شي''

د خپريدو وخت: 08:56 گرینویچ - دوشنبه 28 جنوري 2013 - 09 سلواغه 1391

د افغانستان د څارګرې ادارې پخوانی مشر وايي، اټکل کوي چې له افغانستان نه د ناټو ځواکونو د وتو له پيل سره به طالبان ډېر زيات ډراماتيک بريدونه وکړي.

امر الله صالح چې تر ۲۰۱۰ کاله پورې، اته کاله د افغانستان د استخباراتي ادارې مشر وو بي بي سي ته ويلي طالبان ښايي تر هغه خپلې جګړې ته دوام ورکړي چې د سولې په معامله کې د مهم شي په ترلاسه کولو ډاډه شي.

ښاغلی صالح چې اوس د ولسمشر کرزي يو سياسي مخالف دی وايي د کابل په زړه کې تازه بريدونو وښوده چې طالبان يو مهم ګواښ دی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .