سیاسي مخالفینو ته د محمد مرسي د خبرو اترو بلنه

د خپريدو وخت: 09:10 گرینویچ - دوشنبه 28 جنوري 2013 - 09 سلواغه 1391

د مصر ولسمشر محمد مرسي له څلور ورځنيو ناکراريو وروسته سياسي مخالفينو ته چې د ده د مشرتابه لپاره يوه بله سخته ننګونه بلل کېږي، نن( دوشنبه د جنوري ۲۸ ) د خبرو بلنه ورکړې.

دا لا نه ده روښانه چې څوک به د ده بلنه ومني. د يکشنبې په ورځ ښاغلي مرسي په بور سعيد، سويس او اسماعليه ښارونو کې چې لسګونه کسان په کې مړه شول يو مياشتنی بېړنی حالت اعلان کړ.

خو له بنديز سره سره د نن په لومړيو ساعتونو کې مظاهره کوونکو له امنيتي ځواکونو سره په اسماعليه ښار کې نښتې کړې دي. د مصر ولسمشر د بېړني حالت اعلان پر تلويزيون وکړ:

"د وينې د تويېدو د مخنيوي، له بدماشانو او قانون ماتوونکو نه د امنيت خوندي کولو او د خلکو د ساتنې لپاره او د اساسي قانون سره سم مې دا پرېکړه وکړه چې د بور سعيد، سويس او اسماعيله په ښارونو کې ۳۰ ورځې بېړنی حالت اعلان کړم چې له نيمې شپې پلی کېږي."

په بور سعيد کې وروسته له هغه تاوتريخوالی پيل شو چې يوې محکمې د تېر کال د فوټبال په يوه لوبه کې چې ګڼ کسان په کې ووژل شول، ۲۱ کسانو ته د مرګ سزا واوروله.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .