ایران ۱۳ خبریالان نیولي

د خپريدو وخت: 06:16 گرینویچ - سه شنبه 29 جنوري 2013 - 10 سلواغه 1391

په ايران کې لږترلږه ۱۳ خبريالان نيول شوي چې له بهر مېشتو فارسي ژبو رسنيو سره په همکارۍ تورن شوي دي.

خو د ايران کلتور او اسلامي لارښونې وزير ويلي دغه خبريالان د خبري فعاليتونو له امله نه بلکې د امنيتي تورونو پر سر نيول شوي دي.

يو تن يې په ضمانت خوشي شوی دی.

ايران خپلو وګړيو ته، که يې بي بي سي فارسي يا امريکا غږ ته په کار کولو وموندل، سختې سزا ګوتڅنډنه کړې ده.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .