سوریه کې د لسګونو ځوانانو مړي موندل شوي

د خپريدو وخت: 13:11 گرینویچ - سه شنبه 29 جنوري 2013 - 10 سلواغه 1391

يوه مخالفه سوري اداره وايي د هېواد په تر ټولو لوی ښار حلب کې د ياغيانو په سيمه کې د لسګونه ځوانو نارينه وو جسدونه موندل شوي دي.

د بشري حقونو په برخه کې د سوريې د څار ډله وايي دغه کسان ټول په سر په ډزو وېشتل شوي او داسې برېښې چې په اعدامي ډول وژل شوي دي.

راپورونه وايي د ډېريو لاسونه پر دوی د بريد پر مهال شاته تړل شوي دي.

د ازادې سوريې د پوځ يوه قومندان د فرانسې خبري اژانس ته ويلي چې نژدې اويا جسدونه موندل شوي او زيات نور لا له سيند نه وېستل کېږي.

د دغه راپور خپلواک پخلی نه دی شوی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .