استرالیا: ټاکنې به سپتمبر کې تر سره شي

د خپريدو وخت: 07:04 گرینویچ - چارشنبه 30 جنوري 2013 - 11 سلواغه 1391

د استرالیا لومړۍ وزیرې جولیا ګېلارډ اعلان کړی، چې راتلونکې ټولټاکنې به په سپتمبر میاشت کې تر سره شي. نوموړې وویل، چې د نېټې وختي اعلانول به خلکو ته د منطقي او په کرار انتخاب لپاره وخت ورکړي.

د جولیا ګېلارډ کارګر ګوند د یو شمېر خپلواکو وکیلانو په مرسته په ولسي جرګه کې کوچنی اکثریت لري. دغه ګوند به هڅه وکړي، چې په راتلونکو ټاکنو کې د دریم ځل لپاره د ټوني ایبوټ په مشرۍ د ستر اپوزسیون پر وړاندې بری خپل کړي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .