اسراییلو ارجنټاین ته احتجاج کړی

د خپريدو وخت: 07:09 گرینویچ - چارشنبه 30 جنوري 2013 - 11 سلواغه 1391

اسرایلو ارجنټاین ته له دې کبله رسمي اعتراض کړی، چې دغه هېواد په ۱۹۹۴ کال کې په بوینس ایرس ښار کې پر یوې یهودي ټولنې د بمي برید په اړه له ایران سره د ګډو پلټنو په اړه موافقه کړې ده.

د ارجنټاین محکمو ایران په دغه برید تورن کړی، چې ۸۵ کسان په کې وژل شوي وو، خو ایران پکې لاس لرل رد کړي دي.

د اسرایلو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دوی د ارجنټاین سفیر ته په دې اړه خپله حیرانتیا او خپګان څرګند کړی دی.

د پلټنو کمېسیون به له پنځو خپلواکو قاضیانو جوړ شي، چې هېڅ یو به یې په ایران یا ارجنټاین پورې اړه نه لري. د ارجنټاین د یهودي ټولنې مشر جولیو شلاسر وویل، چې دغه پلټنه باید د ارجنټاین د قانون له مخې تر سره شي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .