د فاریاب چاودنې یوه مېرمن وژلې

د خپريدو وخت: 21:10 گرینویچ - چارشنبه 30 جنوري 2013 - 11 سلواغه 1391

د فاریاب ولایت په پښتون کوټ ولسوالۍ کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه وژل شوې او ۱۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

د هېواد په شمال کې چارواکو بي بي سي ته وویل، دغه چاودنه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې په یوه موټر سایکل کې ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي د ریموټ کنترول پر مټ وچاودل.

په ټپیانو کې درې سرحدي پولیس، څلور مېرمنې او درې ماشومان شامل دي.

له بله پلوه د افغانستان په لوېديځ کې پوځي چارواکي وایي د شینډنډ ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې په دوو جلا پېښو کی شپږ وسله وال وژل شوي دي.

طالبان بیا ادعا کوي چې د ګډو ځواکونو دوه ټانکونه ویجاړ او ۵ سرتېري یې وژل شوي دي.

پوځي چارواکي بیا یوازې د افغان پوځ د دوو سرتېرو د ټپي کېدو خبر تاییدوي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .