شېل کمپنۍ ته امر وشو چې یوه بزګر ته تاوان ورکړي

د خپريدو وخت: 21:13 گرینویچ - چارشنبه 30 جنوري 2013 - 11 سلواغه 1391

په هالنډ کې یوې محکمې د شېل کمپنۍ پر ضد د تېلو د بهېدو له امله لګېدلي ډېر تورونه رد کړي، خو یوه قضیه یې منلې او امر یې کړی چې دغه شرکت دې یوه بزګر ته د ور اووښتي زیان تاوان ورکړي.

په هاګ کې قاضیان دې پایلې ته ورسېدل، چې د شېل نایجیریايي څانګې کولای شول، چې په نېژر ډېلټا کې یوه کلي ته نژدې د نل لیکې د خرابۍ مخه ونیسي.

خو محکمې څلور نورې قضیې و نه منلې.

د نایجریا یو شمېر بزګر او د چاپېریال ساتنې فعالان ادعا کوي، چې د تېلو د بهېدنې له امله خلک خپلو کورنیو ته د خوړو په پیدا کولو کې له ستونزو سره مخامخ شوي وو.

د چاپېریال ساتنې یوه فعال ګیرت ریتسیما د محکمې د حکم په اړه وویل:

"موږ به بیا په دې اړه له محکمې غوښتنه وکړو. خو دا په دې مانا نه ده، چې ګوندې موږ په دغې پرېکړې په بشپړ ډول ناخوښ یو. زموږ لپاره مهمه دا ده، چې په یوه قضیه کې د شېل شرکت مسول وپېژندل شو او اړ دی چې د زیان تاوان ورکړي."

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .