"سالنګ لار به تر سې شنبې تړلې وي"

د خپريدو وخت: 07:37 گرینویچ - شنبه‬ 02 فبروري 2013 - 14 سلواغه 1391

د افغانستان په شمال کې د سالنګ لويه لار د سختې واورې له امله له تېر ماښام راهيسې د ترافيکو پر مخ تړلې ده.

د سالنګونو د څارنې مسوول جنرال رجب بي بي سي ته وويل د سالنګ په دواړو خواوو کې له تېرو درې ورځو راهيسې واوره اورېږي.

ده وويل په شمالي سالنګ کې له واورې سره توپان هم ملګری دی. ښاغلي رجب وويل د وړاندوينو پر بنسټ به دغه لار تر سې شنبې پورې تړلې وي.

ده د سالنګ په دواړو غاړو کې له ایسارو خلکو وغوښتل چې بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .