د سرو زرو کان پر سر جګړې زرګونه سودانیان بېځایه کړل

د خپريدو وخت: 06:05 گرینویچ - جمعه 01 فبروري 2013 - 13 سلواغه 1391

ملګري ملتونه وايي د سودان د دارفور په سيمه کې د سرو زرو د کان پر سر جګړې لسګونه زره کسان تېښتې ته اړ کړي دي.

دوی وايي د تښتېدلو ډېری يې تر شنه اسمان لاندې په بدو شرايطو کې ژوند کوي، خو زيات نور يې د شمالي دارفور د السريف ښارګوټي ته تللي او په حکومتي دفترونو او ښوونځيو کې ځای په ځای شوي دي.

ملګري ملتونه وايي دوی السريف ته ۶۰۰ ټنه خوراکي توکي او کمبلې استولي دي.

نړېوالې ادارې او بهرني خبريالانو ته دا ګرانه ده چې په دارفور کې حالات وګوري، ځکه دغلته سوډاني چارواکو په سفر کولو محدوديتونه وضع کړي دي.

په دارفور کې د يوې لسيزې جګړې را وروسته دغلته له يو ميليون زيات کسان په پنډغالو کې اوسېږي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .