ایټالیا د سي ای اې ۳ امریکایان بندیان کړي

د خپريدو وخت: 05:31 گرینویچ - شنبه‬ 02 فبروري 2013 - 14 سلواغه 1391

په اېټاليا کې د استېناف محکمې په روم کې د سي اى اې د دفتر د پخواني مشر په گډون دريو امريکايانو ته د بند سزا اورولې.

د غه وگړي لس کاله د مخه د يوۀ مشکوک ترهگر په تښتونه کې د ونډې درلودلو له امله په بند محکوم شوي.

دغه درې تنه چې په په ناسوبتيا يا غياب کې په بند محکوم شوي وړاندې د لومړنې محکمې لخوا د دېپلوماتيک مصونيت يا خونديتوب پر بنسټ سپين خېږول شوي وو.

د محکمې له دې پرېکړې سره د دغې قضيې په تړاو د گرم پېژندل شويو امريکايانو شمېر اوس ٢٦ ته ورسېد.

د دوى د ټولو د محاکمې بهير د هغوى په غياب کې ترسره شوى او اروپا د سفر پر مهال به د نيول کېدو له خطر سره مخ وي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .