مصري احتجاجیان د ولسمشر استعفا غواړي

د خپريدو وخت: 05:34 گرینویچ - شنبه‬ 02 فبروري 2013 - 14 سلواغه 1391

د مصر په پلازمېنه قاهره کې سلگونه حکومت ضد احتجاجيان د ولسمشرۍ له دفتره د باندې له امنيتي ځواکونو سره په اخ وډب کې کېوتي.

احتجاجيان په خپلو شعارونو کې د ولسمشر مرسي د استعفا غوښتنه او پر امنيتي ځواکونو د پټرولي بمونو گوزارونه کوي. سرتيري هم په ځواب کې د مظاهره چيانو په وړاندې اوښلن غاز او اوبشيندې کاروي.

د ولسمشر له دفتره په يوې خپرې شوې وينا پاڼې کې گواښنه شوې چې امنيتي ځواکونه به د دولتي بنسټونو په ساتنه کې خورا جدي او ټينگ اقدام وکړي.

د مصر په نورو سيمو کې هم يو ځل بيا زرگونه کسان د ولسمشر د غندلو لپاره لارو او کوڅو ته وتلي وو.

په پورټ سعيد ښار کې احتجاجيانو د فوټبال لوبې يوشمېرمينه والو ته د مرگ د سزا اورولو په تړاو هم غوسه څرگنده کړه.

دغه وگړي د تېر کال خونړۍ بلوا له امله په اعدام محکوم شوي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .