جاپان وايي چینايي کښتۍ يې خپلو اوبو کې نیولې

د خپريدو وخت: 21:08 گرینویچ - شنبه‬ 02 فبروري 2013 - 14 سلواغه 1391

د جاپان ساحل ساتونکي وايي د چين د کب نيونکې کښتۍ يو کپتان يې په هغو اوبو کې نيولی چې د جاپان په اقتصادي زون پورې اړه لري.

ساتونکو دغه بېړۍ ۴۶ مايله لرې د مياکو ټاپو په سواحلو کې چې د اوکيناوا د لړۍ يوه برخه ده، درولې ده.

چارواکي وايي پر دغې بېړۍ شک دی چې په ناقانونه توګه يې د جاپان په اوبو کې کبان نيول.

دغه پېښه پر داسې مهال رامنځ ته شوې چې د چين په سويلي سمندر کې د خالي ټاپوګانو د ملکيت پر سر د دواړو هېوادونو ترمنځ جنجال په زياتېدو دی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .