لندن کې د کابل - اسلام اباد پر اړیکو خبرې کېږي

د خپريدو وخت: 04:10 گرینویچ - 03 فبروري 2013 - 15 سلواغه 1391

ټاکل شوې چې د افغانستان، پاکستان او برتانيا د چارواکو دوه ورځنۍ سرمشريزه نن (یکشنبه/فبروري درېیمه) په لندن کې پيل شي.

د دې غوندې هدف د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړيکو پياوړتيا او په افغانستان کې د سولې او پخلاينې د بهير ملاتړ دى.

د دریواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ خبرې اترې د هغه بهير يوه برخه ده چې د برتانيا د صدراعظم ډیویډ کامرون په نوښت تېر کال پېل شو.

د بریتانیا صدراعظم ډیویډ کیمران به نن په خپل کلیوال کور کې د ولسمشر کرزي او ولسمشر زرداري کوربه وي او رسمي خبرې به سبا دوشنبه وشي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .