ایران قاهر ۳۱۳ جیټ الوتکه جوړه کړې ده

د خپريدو وخت: 04:06 گرینویچ - 03 فبروري 2013 - 15 سلواغه 1391

د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد په ایران کې د اسلامي انقلاب د ۳۴ مې کالیزې په مراسمو کې په په کور دننه د جوړې شوې جیټ الوتکې خبره وکړه.

دا عصري الوتکه چې قاهر ایف ۳۱۳ یا فاتح نوموړل شوې د هغو جټ الوتکو په شان ښکاري چې رادار یې نه شي لیدلی.

د ایران د هوايي ځواکونو چارواکي وايي د دې الوتکې پرزې په خپله په ایران کې جوړې شوې دي.

ولسمشر احمدي نژاد د دفاع وزارت چارواکو ته په وینا کې ویل دا په نړۍ کې یوه له پرمختللو الوتکو ته ده.

دغه راز ولسمشر احمدي نژاد له خبریالانو په خبرو کې وویل قاهر ایف ۳۱۳ جټ الوتکه د هغه پوځي پروګرام په ترځ کې جوړه شوې چې موخه یې پر ایران د بریدونو مخنیوي دی نه پر نورو یرغل:

''د ایراني ولس د پوځي قدرت پراختیا د نورو پر حقونو د تیري لپاره نه دی. دا زموږ د تګلارو د پراختیا لپاره نه دی بلکې یوه دفاعي چاره ده. دا په حقیقت کې له ځانه د دفاع په برخه کې د ایراني نبوع او استعداد ځلیدنه ده چې دا چاره په ډېر کم لګښت له انساني لارونه ترسره شوې ده.''

د قاهر ایف ۳۱۳ جټ الوتکه یوازې د یوه کس د لیږدولو ځای لري. د دې جټ الوتکې د جوړولو خبره وروسته له هغه په ډاګه کېږي چې ایران فضا ته یوه بیزو واستوله.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .