د اسراییلو بریدونه سوریه نه شي بې ثباته کولی

د خپريدو وخت: 04:10 گرینویچ - دوشنبه 04 فبروري 2013 - 16 سلواغه 1391

ولسمشر بشارالاسد ويلي دي د اسراييلو هوايي بريدونه نه شي کولاى چې سوريه بي ثباته کړي .

دا له هغه وروسته چې تيره اوونۍ اسراييلو پر سوريې هوايي گوزارونه وکړل د سوري ولسمشر لومړنۍ څرگندونې دي .

هغه دارنگه وويل سوريه دا وړتيا لري چې د هرډول بريد ځواب ورکړي او اسراييل يې تورن کړ چې دسوريې له کورنيو او بهرنيو دښمنانو سره همکاري کوي .

د بي بي سي خبريال وايي ولسمشر اسد د بريدونو په وړاندې ځواب ته اشاره کوله ، خو نه بيړنۍ غچ اخيستنې ته .

په خپل لومړني غبرگون کې اسراييلو ويلي دي چې دغو بريدونو وښودله اجازه نه ورکوي چې پرمختللې وسلې گاونډي هيواد ته ولېږدول شي .

امريکايي چارواکو ويلي دي چې بريدونو کې هغه توغندي په نښه شوي چې لبنان کې ميشتې د حزب الله ډلې ته لېږدول کېدل .

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .