تونس د :توکراټانو حکومت جوړوي

د خپريدو وخت: 04:07 گرینویچ - پنجشنبه 07 فبروري 2013 - 19 سلواغه 1391

د تونس لومړي وزير حمادي جبالي ويلي د ټکنوکراټانو حکومت جوړلو تکل لري.

ده دغه اعلان د يو مخالف مشر شکري بلعيد له وژنې وروسته وکړ. د ښاغلي بلعيد وژنې چې پر اسلامپاله حکومت يې بربنډې نيوکې کولې، د تونس په يو شمېر ښارونو کې له تاوتريخوالي ډک احتجاجونه پارولي دي.

چارواکي وايي د تاوتريخوالي پېښو کې يو پوليس وژل شوی دی.

لومړي وزير جبالي وويل نوی حکومت چې کوم سياسي تړاو به نه لري، تر ټولټاکنو پورې به د دغه هېواد چارې پرمخ بيايي.

زرګونو احتجاجيانو ښاغلي بلعيد د وژنې پر سر له دندې د (النهضة) واکمن اسلامي ګوند د لرې کېدو غوښتنه کړې ده.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .