امریکا پر ایران لګېدلي بندیزونه سختوي

د خپريدو وخت: 04:11 گرینویچ - پنجشنبه 07 فبروري 2013 - 19 سلواغه 1391

امريکا پر ايران لګېدلې بنديزونه لا نور ټينګوي، چې له اتومي پروګرام نه لاس اخيستلو کې د تهران پر حکومت فشار راوړي.

هر ډول ګټه چې ايران يې د چين، هند او ترکيې په ګډونو هېوادونو ته د تېلو له سوداګرۍ کوي، اوس يې بايد پيسې په دغو هېوادونو کې يو حساب کې غونډې شي او ايران ته وانه ستول شي.

مالي او د پيسې راکړې ورکړې موسسې چې له ايران سره سوداګري کوي، که له نويو شرطونو سرغړونه وکړي د امريکا مالي سيستم به ورسره اړيکې پرېکوي.

په وروستيو تدبيرونو کې د دولتي رسنيو پروړاندې بنديزونه هم شامل دي، چې واشنګټن وايي د سياسي مخالفانو غږ چوپوي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .