اندونيزيا د "ماشومانو پلورونکي" نیولي

د خپريدو وخت: 16:26 گرینویچ - جمعه 08 فبروري 2013 - 20 سلواغه 1391

په اندونيزيا کې پوليس وايي د کوچنيانو د قاچاق له هغې مشکوکې ډلې پوښتنې ګروېږنې کوي چې فکر کېږي يو شمېر نوي زېږېدلي ماشومان يې سنګاپور ته بېولي او په دريم هېواد يې پلورلي دي.

دوی وايي په دې تړاو یې د دايو او يوې هغې مور په ګډون چې د خپل ماشوم په پلورلو تورنه ده، اووه کسه نيولي دي.

درې تي خوره ماشومان هم پيدا شوي دي.

پلټونکي وايي دغه ماشومان په لوېديځه جاوا کې له بې وزله کورنيو نه هر يو د دوه زره ډالرو په بدل کې اخيستل شوي دي.

دوی دغه راز سنګاپور ته د قاچاقبرانو پروازونه او ټکټونه هم افشا کړي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .