'فرانسې تښتوونکو ته پیسې ورکړې'

د خپريدو وخت: 07:42 گرینویچ - شنبه‬ 09 فبروري 2013 - 21 سلواغه 1391

د مالي لپاره د امريکا پخواني سفير ويلي فرانسې د برمته شويو د خوشې کولو لپاره هغو اسلامپالو جنګياليو ته پيسې ورکړي چې اوس ورسره جګړه کوي.

له بي بي سي سره د خبرو پر مهال هغه وويل برمته شوي ځکه خوشې شول چې پيسې په کې لاس په لاس شوي.

دی وايي فرانسې د دغې يرغمل نيونې چې په ۲۰۱۰ کال کې په نايجريا کې رامنځته شوه د پای ته رسولو په بدل کې ۱۷ ميليونه ډالره غرامت ورکړی دی.

دی وايي دغه راز د جرمني په ګډون اروپايي هېوادونو هم غرامت پرېکړی چې ټول ټال نژدې ۹۰ ميليونه ډالره کېږي.

فرانسې تل دا رد کړې چې د برمته شويو د خوشې کېدو په بدل کې پيسې ورکړي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .