پر څارویو برید تر ۱۰۰ ډېر سودانیان وژلي

د خپريدو وخت: 04:37 گرینویچ - دوشنبه 11 فبروري 2013 - 23 سلواغه 1391

جنوبي سودان کې چارواکي وايي ترسلو ډېر کسان پر څارويو د يو ه بريد په ترڅ کې وژل شوي دي.

دوى وايي، د جمعې په ورځ په جنوبي ايالت جونگلي کې د مورلي د قبيلې خلکو په يوه څاو کې د " لو نوير " پر نژادي ډلې بريدوکړ.

ملگرو ملتونو ويلي، دغه بريد له هغه راهيسې چې ٢٠١١ کال کې د "مورلي" د قبيلې په سلگونو خلک د "لونوير " د ځوانانو له لوري ووژل شول، تر ټولو بد بريد دى.

څېړونکي وايي جنوبي سودان د خپلواکۍ له ترلاسه کولو وروسته هڅه کوي چې د هيواد پر لېرې پرتو سيمو، خپل کنټرول ټينگ کړي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .