د روسیې کان کې چاودنې ۹ کارګر وژلي

د خپريدو وخت: 11:11 گرینویچ - دوشنبه 11 فبروري 2013 - 23 سلواغه 1391

د روسيې په شمال کې د ډبرو سکرو په يوه کان کې د چاودنې له امله نهه کسه وژل شوي دي.

د بېړنيو حالاتو وزارت وويل د ژغورنې ډلې د سيمې ځای ته استول شوي، خو لا هم د کومي د سيمې د ډبرو سکرو په کان کې اته کسه لادرکه دي.

د چاودنې پر مهال په کان کې له ۲۴۰ ډېرو کارګرو کار کاوه. ګومان کېږي چې چاودنه د ميتان ګازو له امله رامنځته شوې ده.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .