۲۱ کردان د وسله والو په ملاتړ نیول شوي

په اسپانیا او ترکیه کې پولیسو لږ تر لږه یوویشت کردان په دې تور نیولي، چې په ترکیه کې یې کوردي وسله والو ته پیسې لېږلې دي.

فرانسوي څارنوالانو وویل، د کردستان د کارګر منع شوي ګوند پنځلس شکمن غړي په سوېلي ښارونو بوردو تولوس کې نیول شوي دي.

شپږ کسه په هسپانیې کې نیول شوي، چې څلور یې په مادرید کې وو.

دوی په دې تورن شوي، چې له سیمه ییزو کوردي ټولنو یې پیسې ټولولې او د وسلو او چاودېدونکو توکیو لپاره یې ترکیې ته لېږلې چې هلته پکې په بریدونو کې کار واخېستل شي.