برتانیا د ازبکستان له لارې له افغانستانه وسایل وباسي

د خپريدو وخت: 04:10 گرینویچ - پنجشنبه 14 فبروري 2013 - 26 سلواغه 1391

برتانيا له ازبکستان سره يو جوړجاړي ته رسېدلې چې له مخې به يې له افغانستان نه د ۶ مليارډ ډالرو په ارزښت وسايل راوباسي.

دغه جوړجاړی په داسې وخت کې شوی چې بريتانوي ځواکونه له افغانستان نه د وتلو بهير پيلوي، او د ۲۰۱۳ کال په پای سره به يې له ټولو ۹ زرو نژدې نيم سرتېري ايستلي وي.

تاشکند سره شوي تړون له مخې به ازبکستان د ۷۰۰ زرو ډالرو به ارزښت نقليه وسايل او اضافي پورزې ترلاسه کوي.

د بريتانيا د دفاع وزير فيليپ خپل پارلمان ته وويل باوري دی چې ازبکستان به دغه وسايل او پورزې کور دننه ځپنه کې نه کاروي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .