امریکا د افغان رغنیزو پروژو په اړه زړه- نازړه ده

د خپريدو وخت: 04:12 گرینویچ - پنجشنبه 14 فبروري 2013 - 26 سلواغه 1391

د امريکا مرستو لګولو څارنې اداره وايي د دغه هېواد حکومت بايد پر دې غور وکړي چې په افغانستان کې پر رغنيزو پروژو لا نورې پيسې ولګوي که څنګه.

دغې ادارې په افغانستان کې د پرله پسې فساد او د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته د پروژو اداره کې د دغه هېواد ناتوانۍ په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د افغانستان رغونې ځانګړي عمومي پلټونکي جان سوپکو وويل د افغانستان لپاره د امريکا مرستو کې ۲۰ مليارډ ډالره ځانګړي شوي، خو لا تر اوسه نه دي لګول شوي.

د مرستو لړۍ کې نژدې ۱۰ مليارډه نور کېدي شي نژدې وخت کې د امريکا کانګرېس له لوری ومنل شي.

ښاغلي سوپکو وويل زيات شمېر پروژې چې په افغانستان کې د امريکا په مرسته جوړې شوې، اوس په نا امنه سيمو کې دي، او د امريکايي ځواکونو وتلو سره يې د دوی د پلټونکو له سترګو لرې کوي چې په خوندي ډول ترې ليدنه وکړي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .