پاکستان د توغندي بریالۍ ازموینه کړې

د خپريدو وخت: 08:52 گرینویچ - جمعه 15 فبروري 2013 - 27 سلواغه 1391

د پاکستان پوځي مقاماتو ویلي د فبرورۍ په ۱۵ د جمعې په ورځ يې له ځمکې پر ځمکه د هدف ویشتونکي توغندي بریالۍ ازموینه کړې. د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې ویلي، حتف ۲ ابدالي توغندی په لږ واټن کې هدف په نښه کولای شي او د اټومي ګولۍ سر لېږدولو وړتیا لري. د دوی په وینا دغه توغندی تر ۱۸۰ کیلومتره واټن پورې د هدف ویشتلو وړیتا لري.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .