بلغاریا د حماس غړي له خپلې خاورې ایستلي

د خپريدو وخت: 16:26 گرینویچ - جمعه 15 فبروري 2013 - 27 سلواغه 1391

بلغاریا د حماس ډلې درې لوړ پوړي غړي له خپلې خاورې ایستلي دي.

دغه کسان د یوه نا دولتي بنسټ په بلنه دغه هېواد ته ورغلي وو.

راپورونه وايي، پولیس په سوفیا کې د دوی هوټل ته ورغلل او ترې و يې غوښتل چې له بلغاریا دې ځکه ووځي، چې د دوی د سفر موخه هغه څه نه وه، چې د وېزې په غوښتنلیک کې یې لیکلي وو.

حماس د پنجشنبې په ورځ د دغه سفر په اړه ویېلي وو، چې اروپايي ټولنه چې دغه ډله یې ترهګریز بنسټ بللې، ښايي د دې په اړه خپل دریځ نرم کړي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .