"بله اتومي ازموینه به شمالي کوریا نوره ګوښې کړي"

د خپريدو وخت: 10:20 گرینویچ - شنبه‬ 16 فبروري 2013 - 28 سلواغه 1391

امريکا له شمالي کوريا غوښتي د دريمې اتومي ازموینې وروسته چې څو ورځې وړاندې يې وکړه او په نړېواله کچه وغندل شوه، نور پاروونکي ګامونه پورته نه کړي.

د بهرنيو چارو وزارت يوې ویاندې خبرداری ورکړ، بله اتومي ازموينه به شمالي کوريا لا د ګوښي کېدو پر لور بوځي.

د امريکا کانګریس هم دغې ازموينې ته غبرګون ښوولی، ولسي جرګې دوه ګونديزه پرېکړه تصويب کړې او په کې يې له متحدو ايالتونو غوښتي، له نورو هېوادونو سره پر پیونګيانګ د اضافی بنديزونو وضع کولو په تړاو کار وکړي.

په دغه پرېکړه کې له چين نه په کلکه غوښتل شوي چې د اتومي پروګرام د غوڅېدو په برخه کې دې په شمالي کوريا خپل فشارونه ډېر کړي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .