هکرانو پر فېسبوک برید کړی

د خپريدو وخت: 10:34 گرینویچ - شنبه‬ 16 فبروري 2013 - 28 سلواغه 1391

ټولنيزې شبکې فېسبوک ويلي د هکرانو د يوې ډلې د پېچلو بريدونو د لړۍ قرباني شوی دی.

فیسبوک چلوونکي وايي هکرانو د مخکینۍ چولې له لارې د دوی سيستم ته ورننوتي، خو داسې اسناد نه شته چې وښيي شخصي معلومات دې له خطر سره مخامخ وي.

په وروستيو کې بلې ټولنېزې شبکې ټوېټر منلې وه چې پاڼه يې هک شوې او نژدې ۲۵۰زره کاروونکي يې اغېزمن شوي دی.

په امريکا کې هم د نيويارک ټايمز په ګډون معتبرو ورځپاڼو ويلي چې فاير والونه يې مات شوي او هکران ورننوتي دي.

د دغو ورځپاڼو ادارو چينايي هکران تورن کړي چې په دې کې ښکېل دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .