عراق کې ځانمرګي استخباراتي افسر وژلی

د خپريدو وخت: 20:07 گرینویچ - شنبه‬ 16 فبروري 2013 - 28 سلواغه 1391

د عراق حکومت وايي د هېواد په شمال کې يوه ځانمرګي بريدګر يو لوړ پوړی استخباراتي افسر وژلی دی.

له موصول ښار سره نژدې په تلعفر کې شوي ځانمرګي د دغه افسر دوه ساتونکي هم وژلي دي.

ځانمرګي خپل واسکټ د علي عوني په کور کې چې د دفاع وزارت د مهمې استخباراتي اکاډمۍ مشر وو، الوځولی دی.

د روان کال له پيله د تاوتريخوالي په پېښو کې چې پړه يې پر سني جنګياليو اچول کېږي، زيات شمېر کسان وژل شوي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .