ایساف د کرزي د خبرو ملاتړ وکړ

د خپريدو وخت: 12:53 گرینویچ - 17 فبروري 2013 - 29 سلواغه 1391

په افغانستان کې د ناټو تر مشرۍ لاندې د میشتو بهرنیو ځواکونو قومندان د افغان ولسمشر هغه بندیز تاییدوي، چې له مخې یې افغان ځواکونه نه شي کولی په مېشتو سیمو کې له ناټو ځواکونو د هوایي بمبارۍ مرسته وغواړي.

جنرال جوزف دنفورد وايي، د افغان ځوانو د ملاتړ له پاره له هوايي ځواک پرته نورې لارې هم شته دی.

هغه وايي، د ناټو ځواکونو د ملکي تلفاتو د خطر د کمولو په برخه کې فوق القاعده پرمختک کړی دی.

د هوایي بمباریو مساله له ډېرې مودې راهیسې د افغان حکومت او په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ ځواکونو ترمنځ یوه حساسه موضوع وه.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .